ایکنانیوز راپور راکوي، د دسمبر دریمه نیټه دپرکوَټو نړیواله ورځ او داسې نړیوال مناسبت دی چې له ۱۹۹۲کال څخه د ملګروملتو له خوا په نړیواله سویه لمانځل کیږي.
دغه ورځ په مختلفو درجو کې پر مځکې لیدل شوې ده او ددغې ورخې درنښت د پرکوټوالي سره اړونده مسئلو د درک د دودولو او د برکوَټو کسانو د توان او ستروالي، حقوقو او هوساینې څخه دملاتړ په یوځای کولو سره ترسره کیږي. همداراز د سیاسی ، اجتماعي ، اقتاصدي او کلتوري ژوند په هر یو اړخ کې د پرکوټو کسانو له ګمارلو څخه د ترلاسه شوو بریاؤ څخه د خبریدا په زیاتولو پسې ده.
قرآن کریم په څو آیتونو کې په ډاګه د نابیناؤ،کڼو، بدني پرکوَټو او نیمه حرکت او ذهنی مریضانو نامه اخستې او د دوي د حقوقو یادونه ئې کړې ده. پرکوټو کسانو ته د قرآن نظر په بشپړ ډول انساني دی او دوی داسې انسانان ګڼي چې بدنونه ئې له عادي وګړو سره توپیر لري، خو د انسانیّت، احترام، او حقوقو په اصل کې له عادي کسانو سره هیڅ توپیر نه لري.
خداوندمتعال د قرآن کریم د نور سورېم په ۶۱آیت کې فرمائي؛ لَيْسَ عَلَى الْأَعْمَى حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْأَعْرَجِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْمَرِيضِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى أَنْفُسِكُمْ أَنْ تَأْكُلُوا مِنْ بُيُوتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ آبَائِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أُمَّهَاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ إِخْوَانِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخَوَاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَعْمَامِكُمْ أَوْ بُيُوتِ عَمَّاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخْوَالِكُمْ أَوْ بُيُوتِ خَالَاتِكُمْ أَوْ مَا مَلَكْتُمْ مَفَاتِحَهُ أَوْ صَدِيقِكُمْ لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَأْكُلُوا جَمِيعًا أَوْ أَشْتَاتًا فَإِذَا دَخَلْتُمْ بُيُوتًا فَسَلِّمُوا عَلَى أَنْفُسِكُمْ تَحِيَّةً مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُبَارَكَةً طَيِّبَةً كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ: پر نابینایانو ، ګوډیانو او ناروغانو باندې جهاد واجب نه دی، یا له صحتمندو کسانو سره یو شان معاشر او همسفر شي او هم پر تاسو واجبه نه ده چې له خپل کور او د خپلو پلارانو او مئيّندو او وروڼو او خوئيندو او آکا او خالې او ماما او ترور څځه خوړۀ وخورئ، یا دا چې له هرځایه چې د هغو کِلي ستاسو په لاس کې ده یا د خپل دوست کور څخه لازمه نه ده چې په ټول کې د دوي له کوره کوم خوړۀ وخورئ او له دغه اوڅاره حکم سره سره هرکله وغواړئ( د دوي څخخه ّ) د چا کور ته لاړ شئ نو اول پرې سلام وکړئ(یعني که کور یا جومات ته لاړ شئ پر مسلمانانو او خپلو همڅنګو سلام واچوئ او که څو ک نه وي، نو پر خپل نفس سلام واچوئ او لنډه دا وارد شئ ، چې سلام تحیّت برکت او نیک کار له خداي لره دی . خداي خپل آیتونه ،داسې پرتاسو روښانه بیانوي چې په دې کې تعقل وکړئ او هدایت، نیکمرغي او ترلاسه کړئ.::
پرکوټوالی محدودیت دی ، خو ناتواني نه ده ، معلولیّت او محدودیّت د حیاتي او تعلیماتو په نظر کې د انسانانو په وجود کې د نغښتو وړتیاؤ په پنځوولو کې دخداوندمتعال د حکمت نښه لري. قرآن کریم د انسان په ژوند کې د نیمګړتیاؤ شتون د پرودګار له خوا یو امتحان بیان کړی دی لکه چې فرمائي؛ وَ لَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَ الْجُوعِ وَ نَقْصٍ مِنَ الأَمْوالِ وَ الأَنْفُسِ وَ الثَّمَراتِ وَ بَشِّرِ الصَّابِرينَ؛ الَّذينَ إِذا أَصابَتْهُمْ مُصيبَةٌ قالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ راجِعُونَ؛ أُولئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَواتٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَ رَحْمَةٌ وَ أُولئِكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ او البته تاسو د کرهڼیزو آفتونو ، د نفوسو او اموالو په تاوان او د لوږې او ویرې په څير له ستختیانو سره آزمویم ، صابرانو ته دا ځیری ورکړه چې لکه څنګه چې په سختو پیښو او نورو سختیانو کې ګیر شی، نو صبر کوي او ووایه چې مونږ ته دخداي فرمان راغلی دی او دهغوي په لور به رجوع وکړو؛ (سوره بقره، آیه ۱۵۵ و ۱۵۶)>
مروان عبدالغني حسن عبدالغني ، د مصر د سوهاج ولایت په لویدیځ کې د سیټي سیمې د قرآن کریم یو قاری دی چې له پرکوټ کیدا سره سره ئې له چیلنجونو سره ډغره وهلې او د قرآن کریم په حفظ اوتلاؤت بریالی شوی دی.
د هغه پلاړر حسن عبدالغني مروان د قرآن کریم په حفظ کې کشف کړی او هڅئې ئې کړې ده چې دغه الهي استعداد وروزي څو هغه په راتلونکي کې د مصر ، او عربی نړۍ د قرآن یو لوي قاری شي.
مروان عبدالغني د خوبونو د تحقق او د نغښتو وړتیاؤ د پیاوړتیا لپاره له چیلنج او مشکلاتو څخه د تیریدا یو ژوندی مثال دی او لیواله دی چې داسې یوه ورځ راورسیږي چې د هغه د قرآن غږ په ریډیو کې خپور شي او ددغې رسانۍ له خوا یو تائید شوی قاری شي.
هغه همدراز د قرآن په زده کونې او تلاؤ ت کې په پرمختګ سره ، یو روښانه راتلونکی لټوي اود مصر د ښاریانو له خوا هڅول کیږی او احترام ئې کیږي . د هغه قرآني وړتیاوې د هغه د کورنۍ په نورو غړو کې هم له ورایه ښکاري او دوي هم د قرآن کریم قاریان او حافظان دي .
په دوام کې ددغه پرکوَت قاري د تلاؤت یوه برخه ستاسو خدمت ته هم وړانډې کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4251860